
ایکنانیوز د رهبرس د ویب پاڼې له قوله راپور راکړ، د ایران د تبریز خلکو د ۱۳۵۶ لمریز کال د سلواغې یا دلوې دمیاشتې د ۲۹ د تاریخي پاڅون د کلیزې په درشل کې، د ختیځ آذربایجان ولایت له زرګونو خلکو سره د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن کتنه وکړه.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي پخپلې وینا کې وفرمائيل؛ د وروستۍ فتنې په نتیجې کې پر ځمکه د تویې شوې وینې په خاطر مونږ غمجن یو. زه وایم چې مونږ د هغو وینو له امله ویرجن یو چې توي شوې. یوه ډله، هماغه فسادګر، فتنهګر او کودتاچیان وو. یوه بله ډله هغه کسان وو چې اجل ورته مهلت ورنه کړ او هلاک شول او حساب کتاب ئې له خداي سره دی؛ له هغوی سره کار نه لرو. خو بله ډله داسې کسان وو چې له هغوی نه وو. درې ډلې وې. زه قرباني شوي کسان په درو ډلو وېشم؛
لومړۍ ډله د اسلامی نظام د سلامتیا مدافعان او د امنیت ساتونکي وو، هغه که پولیس وي، بسیجي او که سپاهي ماموران او که هغه کسان چې له دوي سره یو ځای وو، دوي شهیدان شول. دا د غوره شهیدانو له ډلې دي. دا لومړۍ ډله ده. دویمه ډله لارویان دي؛ کله چې فتنهګر په ښار کې فتنه جوړوي، یوازې هغه کسان نه وژل کېږي چې ورسره مخامخ وي، بلکې بېګناه خلک چې په کوڅې او سړک کې د خپل کار ځای یا کور پر لور روان وي هم قرباني کېږي. له دې ډلې هم یو شمېر شهیدان شول. دوی هم شهیدان دي، ځکه چې د دښمن په فتنې کې شهیدان شوي دي. دا مِرمۍ چې له هر لوري راغلې وي، د فتنې په دښمنۍ کې دا پېښه شوې ده او دوي شهیدان دي. دویمه ډله هم شهیدان دي.
درېیمه ډله هغه کسان دي چې وغولیدل، سادهګي ئې وکړه، بېتجروبه وو او له فتنهګرو سره یو څو ګامه روان شول. زه غواړم ووایم چې هغوی هم زمونږ دي؛ هغوی هم زموږ اولادونه دي. له هغوی څخه یو شمېر پښېمانه شول، ځینو راته لیکونه ولیکل چې مونږ هغه ورځ سړک ته ووتلو او داسې اوهغَسې وشول، مونږ وبخښئ. دوي په زندان کې هم نه وو، ازاد وو. خو پښېمانه شول، تېروتنه ئې وکړه. هغه کسان چې له دې ډلې وژل شوي، مسؤلینو هم هغوی شهیدان ګڼلي دي.
دوي په دوام کې ووئيل؛ ځکه زمونږ د قرباني شووکسانو کړۍ چې د شهیدانو په توګه ئې حسابوو، پراخه کړۍ ده. له اصلي فتنهګرو،دهغوی سرغنو او هغو کسانو پرته چې له دښمنه ئې پیسې او وسلې اخیستې وې، نور ټول، که د امنیت مدافعین دي، که لارویان دي او که هغه کسان چې له فتنهګرو سره څو ګامه روان شوي ، دا ټول زمونږ اولادونه دي. مونږ د دوي لپاره د رحمت او بخښنې دعا کوو؛ هغوی تېروتنه کړې ده، خداوندمتعال دې د هغوي له تېروتنې تېر شي، انشاءا.....
https://iqna.ir/fa/news/4335010